د لوړو زده‌کړو او کرنې وزارتونه محصلینو ته د عملي کار د زمینې برابرولو په موخه د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو محصلینو ته د عملي کار د زمینې برابرولو په موخه د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو سه شنبه د کب ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د څېړنیزو تجربو د شریکولو او محصلینو ته د عملي کار د زمینې برابرولو په برخه کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ترمنځ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال آغاجان آخند حاجي سالم، د کرنې وزارت ځینو رئیسانو او د بېلابېلو برخو متخصصینو په حضور کې لاسلیک شو.

عمري وویل: د افغانستان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو سره له ډېرو هڅو، لږ حاصل ترلاسه کوي. اصلي لامل یې دا دی چې متخصصینو خپل څېړنیز معلومات بزګرانو ته نه دي انتقال کړي. لا هم زموږ بزګران په دودیز ډول کار کوي، چې د تولیداتو کچه یې ټیټه ده. له همدې امله، د کرنې وزارت د لوړو زده‌کړو وزارت متخصصینو ته جدي اړتیا لري، ځکه چې دوی کولای شي په ټولو برخو کې ظرفیت لوړ کړي.

 د هغه په وينا، که په کرنې وزارت کې ظرفیت لوړ شي او مثبت بدلون راشي، نو دا به د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي، ځکه چې ټول خلک کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري.

همداراز د کرنې وزیر د کرنې وزارت په چوکاټ کې د لابراتواري اسانتیاوو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې دا لابراتوارونه د لوړو زده‌کړو وزارت استادانو او محصلینو ته د عملي زده‌کړو لپاره برابر دي. هغه د دواړو وزارتونو ترمنځ د ګډو څېړنو، د کرنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د مرکز او ولایتونو په کچه د ګډو څېړنیزو کمېټو جوړولو او د کرنې وزارت لپاره د تخنیکي پلانونو په چمتو کولو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د متخصصینو د مرستې غوښتنه وکړه.

ندیم هم د کرنې ارزښت او د کرنې وزارت رول ته اشاره وکړه او د دواړو وزارتونو ترمنځ پر پراخې همکارۍ یې ټینګار وکړ او وویل:«موږ ژمن یو چې د امکان تر حده له کرنې وزارت سره بشپړه همکاري وکړو. په دې تفاهم‌لیک کې د هر وزارت دندې مشخصې شوي دي. موږ کولای شو علمي موضوعات، چې تدریسوو، د کرنې وزارت په همکارۍ عملي کړو. زموږ محصلین به هم عملي زده کړې وکړي، ځکه چې موږ ستاسو په څېر لابراتوارونه نه لرو، نو له همدې امله دا همکاري زموږ لپاره ډېره ارزښتناکه ده».

 دغه هوکړه ليک په دريو فصلونو او يوولسو مادو کې، د اړخونو له تخصصي او علمي ظرفيتونو څخه د زياتې استفادې، د علمي، څيړنيزو، ښوونيزو فعاليتونو د ترسره کولو، د ظرفيتونو د لوړولو او د هېواد د ديني، ملي او ابادۍ لپاره د تخصصي بشري منابعو د برابرولو په موخه لاسليک شو.
 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .